نو چا چې دا (وصیت) له اورېدلو نه پس بدل كړ، نو یقینًا همدا خبره ده چې د دې (بدلولو) ګناه په هغو كسانو ده چې دا (وصیت) بدلوي، یقینًا الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى البقره ۲:۱۸۱ ⧉
تفسیر:
نو پس چا چې په دې وصیت کې بدلون راوست، چې یا یې پکې زیاتی وکړ، یا کمښت او یا یې بالکل منعه کړ، وروسته له دې چې پرې خبر شو؛ نو د دې بدلولو ګناه په هغه چا ده چې دا کار یې وکړ، وصیت کوونکی پکې ګناه کار نه دی، بېشکه الله تعالی د خپلو بندګانو د خبرو اوریدونکی دی، د هغوی په کارونو خبر دی، د هغوی له حالاتو څخه هیڅ شی هم (ترېنه پټ نه شي) پاتې کېدلی.