Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 182 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 182 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


فَمَنْ خَافَ مِنْ مُوصٍ جَنَفًا أَوْ إِثْمًا فَأَصْلَحَ بَيْنَهُمْ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ 182
ترجمه:
بیا چې څوك له وصیت كوونكي نه (په خطا سره) د ظلم، یا (په قصد سره) د ګناه وېره لري، نو د هغوى په مينځ كې يې جوړه وكړه، نو په هغه باندې هېڅ ګناه نشته، یقینًا الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى البقره ۲:۱۸۲
تفسیر:
نو څوک چې له وصیت کوونکي نه په وصیت کې د حق څخه په کوږوالی پوهه شو او یا په وصیت کې په ظلم باندې پوهه شو؛ نو په خپل نصیحت سره یې دغه فساد او کوږوالی برابر کړ او په وصیت یې د خلکو اختلاف ختم کړ، نو پر ده هیڅ ګناه نشته، بلکې هغه ته به په دې اصلاح او برابروالی ثواب او اجر ورکول کېږي، بېشکه الله تعالی د هغو بنده ګانو بښونکی دی چې الله ته توبه وباسي او پر هغوی رحم کوونکی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 181 راتلونکې البقره • آیت 183