Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 284 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 284 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ وَإِنْ تُبْدُوا مَا فِي أَنْفُسِكُمْ أَوْ تُخْفُوهُ يُحَاسِبْكُمْ بِهِ اللَّهُ ۖ فَيَغْفِرُ لِمَنْ يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَنْ يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 284
ترجمه:
خاص د الله لپاره دي؛ څه چې په اسمانونو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي او كه تاسو هغه څه چې ستاسو په زړونو كې دي، څرګندوئ، یا هغه پټوئ (نو) الله به له تاسو سره د هغه حساب كوي، بیا به چا ته چې وغواړي بخښنه وكړي او چا ته چې وغواړي عذاب به وركړي او الله په هر شي باندې ښه قادر دى البقره ۲:۲۸۴
تفسیر:
یوازې الله تعالی لره د هغه څه چې په اسمانو او ځمکه کې دي پېدایښت، ملکیت او تدبیر دی، او که چېرې تاسو ښکاره کړئ هغه څه چې ستاسو په زړونو کې دي او یا یې پټ کړئ الله تعالی پرې پوه دی، او زر دی چې تاسو سره به پرې حساب وکړي، پس لدې وروسته که چا ته یې خوښه شوه په خپل فضل او رحمت به یې وبخښي، او چاته یې چې خوښه شوه په خپل عدل او حکمت به عذاب ورکړي، او الله تعالی په هر څه قادر دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 283 راتلونکې البقره • آیت 285