او كه چېرې تاسو په سفر باندې یئ او كوم لیكونكى مو ونه مونده، نو (جايز ده چې) قبض كړى شوې ګروي (رهن) واخلئ، نو كه ستاسو بعضو په بعضو نورو باندې اعتبار وكړ (اوګروي يې وانه خستله) بيا نو لازم ده چې امین ګڼلى شوى كس دى د هغه (بائع) امانت (حق) ادا كړي، او له خپل پالونكي الله نه دې ووېرېږي، او ګواهي مه پټوئ، او چا چې دا پټه كړه، نو یقینًا د هغه زړه ګناهګار دى، او الله په هغو (كارونو) چې تاسو يې كوئ؛ ښه پوه دى البقره ۲:۲۸۳ ⧉
تفسیر:
او که تاسو مسافر وئ او لیکونکی مو نه موند چې د پور وثیقه (سند) درته ولیکي، نو بس دی چې پر چا پور وي چې هغه ګاڼه(یو شی ګرو) ورکړي د پور خاوند ته، چې د ده د حق ضمانت وي، تر دې چې پوروړی خپل پور پرې کړي، که چېرې یو پر بل باور درلود نو نه لیکل لازم دي، نه ګواهان او نه ګاڼه، او پداسې حال کې به پور د پوروړي په ذمه امانت وي چې د پور خاوند ته به یې ورکول ورباندې واجب وي، او دی باید د الله تعالی څخه د دې امانت په اړه وډار شي، او د هېڅ شي انکار ترې ونکړي، که چېرې انکار یې وکړ نو چا چې دې معامله کې شتون درلود هغه باید ګواهي ورکړي، او ګواهي پټول روا نه دي، او چا چې پټه کړه نو د هغه زړه بد کاره شو، او الله تعالی ستاسو په کړنو پوه دی، هېڅ ترې نه پټېږي، او زر دی چې تاسو ته به د خپلو اعمالو بدله درکړي.