رسول په هغه څه ایمان راوړى دى؛ چې په ده باندې د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او مومنانو هم، ټولو ایمان راوړى دى په الله باندې او د هغه په ملايكو او د هغه په كتابونو او د هغه په رسولانو باندې ـ (او وايي) مونږه د هغه (الله) په رسولانو كې د هیچا په مینځ كې تفريق نه كوو او وايي: مونږ واورېدل او مونږ خبره ومنله (مونږ) ستا (نه) بخښنه (غواړو) اى زمونږه ربه! او خاص تا ته بيا درتګ دى البقره ۲:۲۸۵ ⧉
تفسیر:
پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم په ټولو هغو څه چې د الله تعالی لخوا ده ته نازل شوي باور کړی، او مومنانو همدا راز، ټولو په ګډه په الله ایمان راوړی، او په ټولو ملایکو یې هم ایمان راوړی، او په ټولو هغو کتابونو یې ایمان راوړی چې په پېغمبرانو یې نازل کړي، او په ټولو هغو پېغمبرانو یې ایمان راوړی چې رالېږلې یې دي، ایمان یې راوړی په داسې حال کې چې وایي: مونږ د الله تعالی د هېڅ یو استازي تر منځ توپير نه کوو، او وایي: مونږ هغه څه واوریدل چې تا پرې مونږ ته امر کړی او مونږ دې ترې منع کړې یو، مونږ ستا تابعداري کړې په کولو د هغه څه چې تا پرې امر کړی او په پرېښودلو د هغه څخه چې تا ترې منع کړې یو، او مونږ له تا غواړو چې مونږ ته بخښنه وکړې ای زمونږ ربه، پس زمونږ ستنیدل یوازې ستا په لور دي په ټولو کارونو کې.