او یقینًا په تحقیق سره مونږ ادم ته له دې نه مخكې حكم كړى و، نو هغه هېر كړ او مونږ د ده پخه اراده ونه مونده طه ۲۰:۱۱۵ ⧉
تفسیر:
او یقېنا حکم کړی و مونږ ادم -علیه السلام- ته مخکې له ونې څخه د نه خوړلو، او مونږ د دې نه منع کړی و، او د دې نه د خوړلو انجام مو ورته هم بیان کړی و، نو هغه دا حکم هیر کړی و او د دغې ونې نه یې خوراک وکړ، او د هغې نه یې ځان ونه ساته او مونږ نه و موندلې هغه لره پوخ عزم په ساتلو د هغه څه چې مونږ ورته پرې حکم کړی و.