نو اوچت دى الله حق بادشاه دى او ته په (لوستلو د) قرآن سره تلوار مه كوه مخكې له دې چې تا ته د ده وحي پوره كړى شي او ته وایه: اى زما ربه ما ته (زما) په علم كې زیاتوالى راكړې طه ۲۰:۱۱۴ ⧉
تفسیر:
نو اوچت دی الله تعالی او پاک دی، بادشاه دی هغه ذات چې هغه لره بادشاهي د هر یو شي ده، هغه ذات چې هغه حق دی او وینا یې هم حقه ده، اوچت او پاک دی د هغو صفاتو نه چې مشرکین یې ورله بیانوي، او ته تلوار مه کوه -ای پېغمبره- د قران کرېم په لوستلو د جبرېل سره وړاندې لدې چې هغه یې تاته تمام کړي، او ووایه: ای زما ربه! زیاته کړې مالره پوه د هغې پوهې سربیره چې تا راکړې ده.