Landscape MP4 Vertical MP4

سورت طه — آیت 116 (پښتو) — ویډیو

طه • آیت نمبر 116 (ټولې 135 آيتونه) • پښتو


وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَىٰ 116
ترجمه:
او كله چې مونږ ملايكو ته وویل: تاسو ادم ته سجده وكړئ، نو دوى سجده وكړه، غیر له ابلیس نه، ده انكار وكړ طه ۲۰:۱۱۶
تفسیر:
او یاد کړه -ای پېغمبره- کله چې مونږ ووېل ملاېکو ته: سجده وکړئ ادم ته سجده د احترام، نو ټولو سجده وکړه مګر ابلېس -کوم چې د دوی سره و خو د دوی د جنس څخه نه و- بند شو د سجدې کولو نه د تکبر د وجې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ طه • آیت 115 راتلونکې طه • آیت 117