نو مونږ ادم ته وویل: بېشكه دا (ابلیس) ستا او ستا د ښځې دښمن دى، نو دى دې تاسو هرګز له جنت نه ونه باسي، (ګنې) نو په مشقت كې به پرېوځئ طه ۲۰:۱۱۷ ⧉
تفسیر:
پس ووېل مونږ: ای آدمه! بېشکه دا ابلېس دښمن ستا دی او دښمن ستا د ښځې دی، پس ودې نه باسي تا لره او بي بي ستا له جنته په خپلې تابعدارۍ سره، د هغو وسوسو په وجه چې کوي یې،نو ته به په تکلېف او مشقت کې پرېوځې.