Landscape MP4 Vertical MP4

سورت طه — آیت 132 (پښتو) — ویډیو

طه • آیت نمبر 132 (ټولې 135 آيتونه) • پښتو


وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلَاةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا ۖ لَا نَسْأَلُكَ رِزْقًا ۖ نَحْنُ نَرْزُقُكَ ۗ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَىٰ 132
ترجمه:
او ته خپل اهل ته د لمانځه حكم كوه او ته هم په دې (لمانځه) ټینګ ولاړ اوسه، مونږ له تا نه رزق نه غواړو، مونږ تا ته رزق دركوو، او ښه انجام د پرهېزګارۍ لپاره دى طه ۲۰:۱۳۲
تفسیر:
او حکم کوه -ای پېغمبره- خپلو تابعدارانو ته په کولو د لمونځونو، او د دې په ادا کولو ته هم کلک شه، مونږ نه غواړو ستا نه روزي ستا لپاره او نه د بل چا لپاره ، مونږ ستا د روزۍ درکولو ذمه واري اخلو، او ښایسته انجام په دنیا او اخرت کې د پرهېزګارانو لپاره دی هغه کسان چې د الله تعالی نه وېرېږي، نو د هغه حکمونه عملي کوي، او د هغه له منهیاتو ځان ژغوري.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ طه • آیت 131 راتلونکې طه • آیت 133