او دوى وايي: دى (محمد) د خپل رب له جانبه مونږ ته كومه نښه (معجزه) ولې نه راوړي؟ ایا دوى ته واضح دلیل له هغه څه نه دى راغلى چې په ړومبنیو صحیفو كې دي طه ۲۰:۱۳۳ ⧉
تفسیر:
او وایي دا کافران پېغمبر صپلی الله علیه وسلم ته د دروغو نسبت کوونکي: ولي نه راوړي مونږ ته محمد - صلی الله علیه وسلم - یوه معجزه چې دلالت وکړي د هغه په ريښتنولۍ او د هغه په پېغمبرۍ، آیا دې د دروغو نسبت کوونکو ته قرآن کریم نه دی راغلی کوم چې تصدیق کوونکی دی پخوانیو اسماني کتابونو لره؟!.