Landscape MP4 Vertical MP4

سورت طه — آیت 134 (پښتو) — ویډیو

طه • آیت نمبر 134 (ټولې 135 آيتونه) • پښتو


وَلَوْ أَنَّا أَهْلَكْنَاهُمْ بِعَذَابٍ مِنْ قَبْلِهِ لَقَالُوا رَبَّنَا لَوْلَا أَرْسَلْتَ إِلَيْنَا رَسُولًا فَنَتَّبِعَ آيَاتِكَ مِنْ قَبْلِ أَنْ نَذِلَّ وَنَخْزَىٰ 134
ترجمه:
او كه یقینًا مونږ دوى له دغه (قرآن) نه مخكې هلاك كړي وى (، نو) خامخا دوى به ویلى: اى زمونږ ربه! تا مونږ ته ولې یو رسول راونه لېږه، پس چې مونږ ستا د ایتونو پیروي كړې وى، مخكې له دې نه چې مونږ ذلیله شو او رسوا شو طه ۲۰:۱۳۴
تفسیر:
او که چېرته مونږ هلاک کړي وو دا پېغمبر -صلی الله علیه وسلم- ته د دروغو نسبت کوونکي خلک په نازلولو د عذاب په دوی باندې، د دوی د کفر او ضد له امله مخکې له دې چې دوی ته پېغمبر ولېږم، او راولېږم په دوی باندې کتاب نو خامخا دوی به ویلي و د قیامت په ورځ بهانه به یې کوله د خپل کفر د وجې: ولې تا نه رالېږه -ای ربه- مونږ ته پېغمبر په دنیا کې، نو مونږ به اېمان راوړی وی په هغه باندې او تابعداري به مو کړې وه د هغو آیتونو چې هغه پرې راتګ کړی و وړاندې له دې چې ورسيږي مونږ ته ذلت او شرمندګي ستا د عذاب په وجه؟!.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ طه • آیت 133 راتلونکې طه • آیت 135