Landscape MP4 Vertical MP4

سورت طه — آیت 131 (پښتو) — ویډیو

طه • آیت نمبر 131 (ټولې 135 آيتونه) • پښتو


وَلَا تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ إِلَىٰ مَا مَتَّعْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِنْهُمْ زَهْرَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا لِنَفْتِنَهُمْ فِيهِ ۚ وَرِزْقُ رَبِّكَ خَيْرٌ وَأَبْقَىٰ 131
ترجمه:
او ته خپلې سترګې هرګز مه اوږدوه هغه څیز ته چې مونږ په هغه سره دغو ته نفع وركړې ده چې قسما قسم څیزونه دي۔ د دنيايي ژوند ښايست، د دې لپاره چې مونږ دغه (كفار) په دې كې وازمایو۔ او ستا د رب رزق ډېر غوره او ډېر باقي پاتې كېدونكى دى طه ۲۰:۱۳۱
تفسیر:
او ته مه ګوره هغو شیانو ته چې مونږ فایده ورکړي ده د دروغو نسبت کوونکو بېلابېلو خلکو ته تر څو د ژوند له ښایست نه خوند واخلي، دا د دې لپاره چې مونږ دوی امتحان کړو، نو بېشکه مونږ چې دوی ته څه ورکړي د دې دنیا نه دا ختمېدونکي دي، او ثواب د رب ستا هغه چې تا سره یې پرې وعده کړې تر دې چې ته پرې راضي شي ډیر غوره او تل پاتې دی د هغو شیانو نه چې دوی ته یې په دنیا کې ورکړي د ختمېدونکو خوندونو او مزو نه؛ ځکه چې هغه نه ختمېدونکی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ طه • آیت 130 راتلونکې طه • آیت 132