Landscape MP4 Vertical MP4

سورت طه — آیت 130 (پښتو) — ویډیو

طه • آیت نمبر 130 (ټولې 135 آيتونه) • پښتو


فَاصْبِرْ عَلَىٰ مَا يَقُولُونَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا ۖ وَمِنْ آنَاءِ اللَّيْلِ فَسَبِّحْ وَأَطْرَافَ النَّهَارِ لَعَلَّكَ تَرْضَىٰ 130
ترجمه:
نو (اى نبي!) ته په هغو خبرو صبر كوه چې دوى يې وايي او ته د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه له لمر ختو نه مخكې او مخكې د پرېوتو له ده نه، او د شپې په ځینو وختونو كې، نو ته تسبیح وایه۔ او د ورځې په غاړو كې، ښايي چې ته به خوشاله شې طه ۲۰:۱۳۰
تفسیر:
نو صبر کوه -ای پېغمبره- په هغو خبرو چې تا ته د دروغو نسبت کوونکي خلک یې وایي د باطلو صفتونو نه، او پاکي بیانوه سره د حمدونو د رب ستا نه د سهار په لمانځه کې مخکې د لمر راختلو نه، او د مازدېګر په لمانځه کې مخکې د لمر پرېوتلو نه، او د ماښام او ماخوستن په لمونځونو کې د شپي په څه برخو کې، او د ماسپخین په لمانځه کې د لمر د کږېدلو په وخت وروسته د ختمېدو د ورځې د لمړۍ حصې نه او د ماښام په لمانځه کې د ورځې د دویمې حصې د ختمېدو نه وروسته؛ شاېد چې ته حاصل کړې د الله تعالی په نیزد هغه ثوابونه چې ته پرې راضي شې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ طه • آیت 129 راتلونکې طه • آیت 131