اى زمونږه ربه! بېشكه ته چې څوك اور ته داخل كړې، نو یقینًا تا هغه رسوا كړ او د ظالمانو لپاره هیڅوك مدد كوونكي نشته آل عمران ۳:۱۹۲ ⧉
تفسیر:
نو پس ته چې څوک داخل کړې اور ته -ای ربه- له خپلو بندګانو څخه نو یقینا هغه تا سپک کړ او رسوا دې کړ، او نشته ظالمانو لره د قیامت په ورځ څوک مرستندوی چې د الله تعالی له عذاب او سزا څخه یې وژغوري.