هغه كسان چې الله یادوي په ولاړه او ناسته او (چې پراته وي) په خپلو اړخونو باندې او د اسمانونو او ځمكې په پیدا كونه كې ښه فكر كوي (او وايي:) اى زمونږه ربه! تا دا عبث نه دي پیدا كړي، تا لره پاكي ده، نو ته مونږه (د جهنم) له اور نه بچ كړه آل عمران ۳:۱۹۱ ⧉
تفسیر:
او دا هغه کسان دی چې یادوي الله تعالی په هر حال کې، د ودریدو په حال کې، د کیناستلو په حال کې، او د څملاستلو په حال کې، او خپل سوچ د اسمانونو او ځمکو په پیدایښت کې په کار اچوي؛ او وایې: ای ربه! تا ندي پیداکړي دا لوی مخلوق بې فایدي، ته له عبث کار نه پاک یې، نو بس مونږ وساته د جهنم له اور نه په توفیق راکولو د نیکو کارونو او په ځان ساتلو له ګناهونو څخه.