Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 193 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 193 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


رَبَّنَا إِنَّنَا سَمِعْنَا مُنَادِيًا يُنَادِي لِلْإِيمَانِ أَنْ آمِنُوا بِرَبِّكُمْ فَآمَنَّا ۚ رَبَّنَا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَكَفِّرْ عَنَّا سَيِّئَاتِنَا وَتَوَفَّنَا مَعَ الْأَبْرَارِ 193
ترجمه:
اى زمونږه ربه! بېشكه مونږه یو اواز كوونكى واورېده، چې ایمان ته يې بلنه كوله، (او دا يې ویل) چې په خپل رب باندې ایمان راوړئ، نو مونږ ایمان راوړ، اى زمونږه ربه! نو ته مونږ ته زمونږ ګناهونه وبخښه او له مونږ نه زمونږ بدۍ لرې كړه او مونږ ته وفات راكړه، په دې حال كې چې د نېكانو له ډلې سره يو آل عمران ۳:۱۹۳
تفسیر:
ای ربه زمونږه! بیشکه مونږ واوریده اواز کوونکی د ایمان طرف ته -چې هغه ستا پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم وو- چې اواز یې کاوه ویل یې: ایمان راوړئ په الله تعالی چې ستاسو رب دی یوازې هماغه د بندګۍ لایق، نو بس مونږ ایمان راوړ په هغه څه چې هغه ورته بلنه ورکوله او مونږ د هغه د شریعت تابعداري وکړه، نو بس زمونږ ګناهونه پټ کړه او مونږه مه رسوا کوه، او زمونږ له ګناهونو څخه تیر شه نو پس مونږ پرې مه رانیسه، او وفات کړه مونږ د نیکانو خلکو سره په توفیق راکولو د نیک کار او په پريښودلو د ګناهونو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 192 راتلونکې آل عمران • آیت 194