سوره السجدة (سجده) (آیت 27)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




32 السجدة(السجدة)، آیت ۲۷

أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا نَسُوقُ الْمَاءَ إِلَى الْأَرْضِ الْجُرُزِ فَنُخْرِجُ بِهِ زَرْعًا تَأْكُلُ مِنْهُ أَنْعَامُهُمْ وَأَنْفُسُهُمْ ۖ أَفَلَا يُبْصِرُونَ 27 ٢٧

او ایا دوى نه دي لیدلي چې بېشكه مونږ وچې (ګیاه ختمې شوې) ځمكې ته اوبه لېږو، نو په دغو (اوبو) سره هغه فصل راوباسو چې له هغه نه د دوى څاروي او د دوى نفسونه خوراك كوي، ایا نو دوى نه ویني (۲۷)

تفسیر
آیا دا د بعث (پاڅون) دروغ ګڼونکي نه ویني چې مونږ د باران اوبه وچې ځمکې ته لېږو چې ګیاه نلري، نو راوباسو په دې اوبو سره ګیاوې چې د دوی اوښان او غوایان او پسونه ترې خوري، او دوی هم ترې خوري؟! آیا دوی دا نه ویني، او نه پوهېږي چې هغه چا چې وچه زمکه شنه کړه د مړو په ژوندي کولو واکمن دی؟!.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ