Landscape MP4 Vertical MP4

سورت سبأ — آیت 1 (پښتو) — ویډیو

سبأ • آیت نمبر 1 (ټولې 54 آيتونه) • پښتو


الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَلَهُ الْحَمْدُ فِي الْآخِرَةِ ۚ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْخَبِيرُ 1
ترجمه:
ټول د كمال صفتونه يواځې هغه الله لره دي چې خاص د هغه لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي۔ او خاص همده ته دي ټولې ستاينې په اخرت كې۔ او همدغه (الله) ښه حكمت والا، ښه خبردار دى سبأ ۳۴:۱
تفسیر:
ټول د کمال او د جمال صفتونه يوازې هغه الله لره دي چې ټول هغه څه چې په آسمانونو کې او ټول هغه څه چې په ځمکه کې دي په دې حال کې چې هغه پیداکړي او هغه یې مالک دی او دهغه د څارنې لاندې دي، او هغه پاک ذات لره په آخرت کې ستاينه ده، هغه په خپل پيدايښت کې مخلوق لره او هغوی ته په پوره پاملرنه کې حکمت والا دی، د خپلو بندګانو پر حالاتو ښه خبر دی، چې له هغه هيڅ شی هم نه شي پټېدلای.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحزاب • آیت 73 راتلونکې سبأ • آیت 2