هغه پوهېږي په هر هغه څه چې په ځمكه كې ننوځي او په هر هغه څه چې له دې نه راوځي او په په هر هغه څه چې له اسمان نه راكوزېږي او په هر هغه څه چې په ده كې پورته خېژي۔ او همدغه (الله) بې حده مهربان، ډېر بخښونكى دى سبأ ۳۴:۲ ⧉
تفسیر:
هغه پوهيږي پر هغه اوبو او شنه ګيا چې په ځمکه کې ننوزي، او پوهيږي پر هغه شنه ګيا او نورو شيانو چې ترې وځي او پوهيږي پر هغه باران، پرېښتو او روزي چې له آسامانه راکوزيږي، او پوهيږي پر هغو پرېښتو، د خپلو بندګانو پر کړنو او روحونو يې چې آسمان ته خيژي، او هغه پر خپلو مؤمنو بندګانو مهربان دی، د هغه چا د ګناهونو بښونکی دی چې توبه ورته وباسي.