سوره القصص (کیسې) (آیت 11)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۱۱

وَقَالَتْ لِأُخْتِهِ قُصِّيهِ ۖ فَبَصُرَتْ بِهِ عَنْ جُنُبٍ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ 11 ١١

او هغې د هغه خور ته وویل: د ده (موسٰى) پسې برابره ځه، نو هغې به ده ته له لرې نه كتل، په دې حال كې چې دوى به نه پوهېدل (۱۱)

تفسیر
د موسی عليه السلام مور په نهر کې د موسی له غورځولو وروسته د هغه خور ته وويل: په هغه پسې شه چې څه پرې کيږي؛ نو هغې له لرې ورته کتل، ترڅو يې حال څرګند نه شي، خو فرعون او د هغه قوم پر دې نه پوهېدل چې هغه يې خور ده او د هغه حال معلوموي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ