(دغه وړاندې كول وو) د دې لپاره چې الله منافقانو سړیو او منافقو ښځو او مشركانو سړیو او مشركو ښځو ته عذاب وركړي۔ او چې الله په مومنانو سړیو اومومنو ښځو باندې په رحمت سره رجوع وكړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى الأحزاب ۳۳:۷۳ ⧉
تفسیر:
انسان هغه د الله په تقدير پورته کړ، تر څو الله نارينه منافقانو او ښځينه منافقانو، نارينه مشرکانو او ښځينه مشرکانو ته د هغوی د نفاق او پر الله د شرک سزا ورکړي، او تر څو الله د هغو مؤمنو نارينه او مؤمنو ښځينه وو توبه قبوله کړي چې د تکليفونو د امانت پورته کول يې په ښه توګه کړي دي، او الله خپلو هغو بندګانو لره بښونکی دی چې توبه وباسي، پر هغوی مهربان دی.