هر هغه څوك چې هغه عزت غواړي، نو خاص الله ته دى ټول عزت، همدغه (الله) ته پاكیزه خبرې پورته خېژي او نېك عمل دغه (كلمات) پورته كوي او هغه كسان چې ناكاره (بد) مكرونه جوړوي، د دوى لپاره ډېر سخت عذاب دى او د دغو كسانو مكر، هم هغه باطل (او هلاك) دى فاطر ۳۵:۱۰ ⧉
تفسیر:
څوک چې په دنيا او يا په آخرت کې عزت غواړي، نو له الله پرته له بل چا دې نه غواړي، يوازې يو الله لره په دنيا او آخرت کې عزت دی، يوازې هغه ته پاکې خبرې[اذکارشرعیه،قران] ورخېژي،اونیک عمل الله خپل ځانته پورته کوي او څوک چې ناوړه تدبيرونه جوړوي، لکه د رسول صلی الله عليه وسلم د وژلو هڅه، هغوی لره سخت عذاب دی، او د دغو کافرانو چل به له منځه ځي او خرابيږي به، او هغوی لره به کومې موخې ته ونه رسوي.