Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فاطر — آیت 9 (پښتو) — ویډیو

فاطر • آیت نمبر 9 (ټولې 45 آيتونه) • پښتو


وَاللَّهُ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَسُقْنَاهُ إِلَىٰ بَلَدٍ مَيِّتٍ فَأَحْيَيْنَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ۚ كَذَٰلِكَ النُّشُورُ 9
ترجمه:
او الله هغه ذات دى چې بادونه رالېږي، پس هغه (بادونه) ورېځې راپورته كوي، بیا مونږ هغه (ورېځ) مړ ښار ته بوځو، بیا په هغې سره ځمكه راژوندۍ كړو، د هغې له مرګ نه پس، ۔ همداسې به وي بیا ژوندي پورته كول فاطر ۳۵:۹
تفسیر:
او الله هغه ذات دی چې بادونه يې لېږلي، دغو بادونو ورېځو ته خوځښت ورکړی، او ورېځې مو داسې ښار ته چلولې دي چې هلته شينګيا نشته، نو د هغو په اوبو مو ځمکه د هغې له وچ والي وروسته د شينګيوو په راټوکولورا ژوندۍ کړې ده، لکه څنګه مو چې دغه ځمکه د هغې له مړينې وروسته په هغې کې د شينګيوو په اېښودلو سره ژوندۍ کړې ده، همدارنګه به د قيامت په ورځ د مړو بېرته را ژوندي کول وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فاطر • آیت 8 راتلونکې فاطر • آیت 10