ایا نو هغه كس چې هغه ته خپل بد عمل ښايسته كړى شي، پس هغه، دغه (بد عمل) ښه ویني۔، (ګڼي) نو بېشكه الله ګمراه كوي چا له چې وغواړي او هدایت وركوي چا له چې وغواړي، نو ستا نفس دې په (ګمراهۍ د) دوى د افسوس له وجې نه نه هلاكېږي۔، بېشكه چې الله ښه عالم دى په هغو كارونو چې دوى يې كوي فاطر ۳۵:۸ ⧉
تفسیر:
بېشکه هغه څوک چې شيطان يې بد عمل ورته ښايسته کړی او هغه يې د ښايسته والي عقيده لري، د هغه چا غوندې نه دی چې الله هغه لره حق ښايسته کړی وي او هغه د حق والي عقيده ولري، بېشکه الله چې چاته وغواړي لارورکی کوي يې او چاته چې وغواړي لار ورته ښيي، هغه لره کوم اړ اېستونکی نشته، نو ای رسوله! خپل ځان دې د خپګان له امله د لارورکو د لارورکۍ له امله مه تباه کوه، بېشکه الله پاک پر هغه څه ښه پوه دی چې هغوی يې کوي، له هغه د هغوی له کړنو هيڅ هم نه پټيږي.