هغه كسان چې كافران شوي دي، د دوى لپاره ډېر سخت عذاب دى او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره مغفرت او ډېر لوى اجر دى فاطر ۳۵:۷ ⧉
تفسیر:
هغه کسان د شیطان د پيروۍ له امله يې پر الله کفر کړی، هغوی لره پياوړی عذاب دی، او هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی او نېک عملونه يې کړي دي هغوی لره د الله له لوري د هغوی د ګناهونو بښنه ده او هغوی لره د الله له لوري لوی اجر دی چې هغه جنت دی.