او الله تاسو له خاورې نه پیدا كړي يئ، بیا يې له نطفې نه، بیا يې تاسو جوړې جوړې (ښځه او خاوند) وګرځولئ۔ او نه حامله كېږي هېڅ یوه ښځه او نه زېږوي (بچي لره) مګر د هغه (الله) په علم سره او د هېڅ عمر اوږد كړى شوي عمر نه اوږدول كېږي او نه د هغه له عمر نه كمى كولى شي مګر (دا هر څه) په كتاب كې (ثابت) دي، بېشكه دغه (د عمر لنډول او اوږدول) الله ته ډېر اسان دي فاطر ۳۵:۱۱ ⧉
تفسیر:
او الله هغه ذات دی چې ستاسو پلار آدم يې له خاورې پيداکړ، بيا يې تاسو له مني پيداکړئ، بيا يې تاسو نارينه او ښځينه وګرځولئ، چې په خپلو منځو کې ودونه سره کوئ، نه کومه مېرمن بچی اخلي او نه خپل بچی زيږوي مګر د هغه پاک ذات په پوهه سره، له هغه د دغو څخه هيڅ هم نه شي پټېدلای، د هغه له مخلوقه نه د چا په عمر کې زياتوالی راځي او نه ترې کميږي مګر دا په لوح محفوظ کې ليکل شوي دي، بېشکه دغه ياد شوی له خاورې ستاسو پيدايښت، په پړاوونو کې ستاسو پيدايښت او په لوح محفوظ کې ستاسو د عمرونو ليکل دا ټول پر الله آسانه دي.