Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فاطر — آیت 12 (پښتو) — ویډیو

فاطر • آیت نمبر 12 (ټولې 45 آيتونه) • پښتو


وَمَا يَسْتَوِي الْبَحْرَانِ هَٰذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ سَائِغٌ شَرَابُهُ وَهَٰذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ ۖ وَمِنْ كُلٍّ تَأْكُلُونَ لَحْمًا طَرِيًّا وَتَسْتَخْرِجُونَ حِلْيَةً تَلْبَسُونَهَا ۖ وَتَرَى الْفُلْكَ فِيهِ مَوَاخِرَ لِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ 12
ترجمه:
او هغه دواړه بحرونه (سیندونه) سره نه برابرېږي۔ دا یو خوږ دى، ډېر خوږ، (تنده ماتوونكى) دى، د ده اوبه په اسانۍ سره تېرېدونكې دي او دا (بل) تریو (او) سخت تریخ دى، او تاسو له هر یو ځنې تازه غوښې خورئ اوتاسو هغه زیوارت راوباسئ چې تاسو يې اغوندئ او ته په دغه (سمندر) كې كشتۍ وینې، په داسې حال كې چې (اوبو لره) څیرونكې روانې وي، د دې لپاره چې تاسو د هغه (الله) له فضله ولټوئ او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ فاطر ۳۵:۱۲
تفسیر:
او هغه دوه دريابونه سره برابريږي نه دي: يو يې سخت خوږ، د خوږوالي له امله يې څښل آسانه دي، او دويم مالګين تروش د سخت تروش والي له امله يې څښل ناشوني دي او له دغو دواړو دريابونو تاسو تازه د ماهي غوښې خورئ او له هغو دواړو ملغلرې او مرجان را باسئ چې د ښکلا په موخه يې اغوندئ، او ای کتونکيه! ته کښتۍ وينې چې په خپل مخته او شاته تګ درياب پرې کوي، تر څو په سوداګرۍ سره د الله فضل ولټوئ، او ښايي تاسو د الله شکر وباسئ پر هغه څه چې پر تاسو يې ډېر خپل نعمتونه پېرزو کړي دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فاطر • آیت 11 راتلونکې فاطر • آیت 13