Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فاطر — آیت 13 (پښتو) — ویډیو

فاطر • آیت نمبر 13 (ټولې 45 آيتونه) • پښتو


يُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُسَمًّى ۚ ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ ۚ وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ مَا يَمْلِكُونَ مِنْ قِطْمِيرٍ 13
ترجمه:
دغه (الله) شپه په ورځ كې ننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او هغه په كار اچولي دي لمر اوسپوږمۍ، هر یو تر مقررې نېټې پورې روان دى، دغه الله ستاسو رب دى، خاص د ده لپاره بادشاهي ده۔ او هغه (معبودان) چې تاسو يې له دغه (الله) نه غیر بولئ، دوى د كجورې د زړي د پردې هم مالكان نه دي فاطر ۳۵:۱۳
تفسیر:
الله شپه په ورځ کې ننباسي، نو اوږدوي يې، او ورځ په شپه کې ننباسي او اوږدوالي یې زياتوي او هغه پاک ذات لمر تابع کړی، سپوږمۍ يې اتابع کړې ده، هر يو له دغو دواړو څخه د الله په پوهه کې تر ټاکلې اندازې تاويږي، چې هغه د قيامت ورځ ده، دغه ذات چې دا ټول اندازه کوي او چلوي يې هغه الله ستاسو پالونکی دی، يوازې هغه لره پاچايي ده او هغه بوتان چې له هغه پرته يې تاسو عبادت کوئ د خرما د زړي د پوټوکي په اندازه د څه څښتنان هم نه دي، نو څنګه يې له ما پرته عبادت کوئ؟!.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فاطر • آیت 12 راتلونکې فاطر • آیت 14