Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فاطر — آیت 14 (پښتو) — ویډیو

فاطر • آیت نمبر 14 (ټولې 45 آيتونه) • پښتو


إِنْ تَدْعُوهُمْ لَا يَسْمَعُوا دُعَاءَكُمْ وَلَوْ سَمِعُوا مَا اسْتَجَابُوا لَكُمْ ۖ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُونَ بِشِرْكِكُمْ ۚ وَلَا يُنَبِّئُكَ مِثْلُ خَبِيرٍ 14
ترجمه:
كه تاسو دوى وبولئ، دوى ستاسو بلنه نه اوري او كه چېرې وايې وري، نو دوى ستاسو بلنه قبلولى نه شي او د قیامت په ورځ به دوى ستاسو په شریك جوړولو منكر شي او تا ته (بل څوك) خبر نشي دركولى د ښه خبرداره (الله) په شان فاطر ۳۵:۱۴
تفسیر:
که چېرې تاسو خپل معبودان را بولئ هغوی ستاسو بلنه نه اوري، هغوی جمادات دي نه ژوند پکې شته او نه اورېدل ورلره شته، د فرض په ډول که هغوی واوري هم، نو ځواب نه شي درکولای، او د قيامت په ورځ به هغوی ستاسو د شرک او ستاسو دعبادت څخه[چې هغوی ته موکړی] بېزاره وي، ای رسوله! هيڅوک به تر الله پاک څخه زيات رېښتينی خبر درکوونکی نه وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فاطر • آیت 13 راتلونکې فاطر • آیت 15