Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فاطر — آیت 15 (پښتو) — ویډیو

فاطر • آیت نمبر 15 (ټولې 45 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنْتُمُ الْفُقَرَاءُ إِلَى اللَّهِ ۖ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ 15
ترجمه:
اى خلقو! هم تاسو الله ته محتاجان يئ۔، او الله، هم دى ښه بې پروا، ښه ستايل شوى دى فاطر ۳۵:۱۵
تفسیر:
ای خلکو! تاسو په خپلو ټولو چارو او ټولو حالاتو کې الله ته اړ ياستی، او الله بې پروا داسې ذات دی چې په هيڅ شي کې تاسو ته نه دی اړ، په دنيا او آخرت کې د هغه څه په اړه ستايل شوی دی چې د خپلو بندګانو لپاره يې اندازه کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فاطر • آیت 14 راتلونکې فاطر • آیت 16