او چې چا هم د نېكیو عمل وكړ، نر وي او كه ښځه، خو چې مومن وي، نو دغه خلق به جنت ته داخلېږي او په دوى به د كجورې د زړي د داغ هومره ظلم (هم) نه كېږي النساء ۴:۱۲۴ ⧉
تفسیر:
او هر هغه څوک چې وکړي د نیکیو د کارونو څخه که نر وي او که زنانه وي او حال دا چې ایمان لرونکی وي په الله تعالی باندې په حقه سره نو پس دغه هغه خلک دي چې یوځای کړي دي ایمان او نیک کار؛ ننوځې به جنت ته، او نه به شي کمیدلی د دوی د عملونو د ثواب څخه هیڅ شی، او اګر که وي د دوی دغه عمل په لږوالي کې د خرما د زړې د هغه تور داغ په اندازه.