Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 125 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 125 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


وَمَنْ أَحْسَنُ دِينًا مِمَّنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لِلَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ وَاتَّبَعَ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا ۗ وَاتَّخَذَ اللَّهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلًا 125
ترجمه:
او د دين په لحاظ له هغه كس نه څوك زیات ښه دى، چې خپل مخ يې الله ته تابع كړ او هغه نېكي كوونكى و۔ او هغه د ابراهیم د ملت تابع شي، چې يواځې حق پسې تلونكى و، او الله ابراهیم لره خلیل نیولى دى النساء ۴:۱۲۵
تفسیر:
او نشته هیڅوک ډیر ښایسته په اعتبار د دین سره د هغه چا څخه چې غاړه يې ایښودي وي الله تعالی ته په پټه او ښکاره او خالص کړی یې دی نیت خپل الله تعالی ته، او ښه یې کړي وي، په خپل عمل کې په تابعدارۍ د شرعې، او تابعداري یې کړی وي د دین د ابراهیم علیه السلام هغه چې هغه اصل دی د دین د محمد صلی الله علیه وسلم اوړیدونکی وي له شرک او کفر څخه توحید او ایمان ته. او غوره کړی دی الله تعالی خپل پیغمبر ابراهیم علیه السلام په پوره مینې سره په ټولو مخلوقاتو کې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 124 راتلونکې النساء • آیت 126