او خاص د الله لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله هر شي لره ښه راګېروونكى دى النساء ۴:۱۲۶ ⧉
تفسیر:
او یوازي خاص الله تعالی لره ده بادشاهي او اختیار د هغه څه چې په اسمانونو کې دي او په ځمکه کې دي، او دی الله تعالی په هر شي باندې ګیره اچوونکی د خپلو مخلوقاتو څخه په علم، قدرت او تدبیر سره.