Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 127 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 127 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


وَيَسْتَفْتُونَكَ فِي النِّسَاءِ ۖ قُلِ اللَّهُ يُفْتِيكُمْ فِيهِنَّ وَمَا يُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ فِي يَتَامَى النِّسَاءِ اللَّاتِي لَا تُؤْتُونَهُنَّ مَا كُتِبَ لَهُنَّ وَتَرْغَبُونَ أَنْ تَنْكِحُوهُنَّ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الْوِلْدَانِ وَأَنْ تَقُومُوا لِلْيَتَامَىٰ بِالْقِسْطِ ۚ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِهِ عَلِيمًا 127
ترجمه:
او (اى نبي!) دوى له تا نه د ښځو په باره كې تپوس كوي، ته ووایه: الله تاسو ته د هغوى په باره كې فتویٰ دركوي او هغه (حكم هم شته) چې تاسو ته په كتاب كې تلاوت كولى شي د هغو یتیمو ښځو په باره كې چې تاسو هغوى ته د هغوى لپاره مقرر شوى (مهر) نه وركوئ او له هغوى سره د نكاح كولو رغبت لرئ او د كمزورو ماشومانو په باره كې او د دې په باره كې چې تاسو د یتیمانو لپاره په انصاف سره قايم اوسئ۔ او تاسو چې څه نېكي كوئ، بېشكه الله په هغې باندې ښه عالم دى النساء ۴:۱۲۷
تفسیر:
او پوښتنه کوي ستا څخه -ای پیغمبره- د مېرمنو او د هغوی د حقونو په اړه چې د هغوی لپاره دي او په هغوی چې کوم حقونه دي، ته ورته ووایه: الله تعالی بیانوي تاسو ته هغه څه چې تاسو يې پوښتنه کړې ده، او بیانوي تاسو ته هغه څه چې لوستلی کیږي په تاسو باندې په قران کریم کې، د هغه مېرمنو د یتیمانو په اړه چې ستاسو د تصرف لاندې دي، او تاسو ورته هغه مهر او یا میراث نه ورکوئ چې الله تعالی ورته مقرر کړي دي، او تاسو د هغوی په نکاح کولو کې رغبت هم نه لرئ، او بندوئ يې له نکاح څخه چې طمع کوونکي یاست د هغوی په مال کې، او بیانوي(الله) تاسو ته هغه چې په تاسو لازم دي په باره د کمزورو ماشومانو کې، د ورکولو د حق د هغوی له میراث څخه، او دا چې تاسو ظلم ونه کړئ په هغوی په تسلط کولو باندې د هغوی په مالونو، او بیانوي تاسو ته دا چې واجب دي ودریدل (څارنه کول) د یتیمانو په عدل سره په هغه طریقه چې مناسب وي د هغوی د حالاتو سره په دنیا او اخرت کې، او هغه چې کوئ تاسو د کوم خیر کار یتیمانو سره او نور چا سره نو پس بیشکه الله تعالی ښه پوهه دی په هغه باندې، او خامخا به درله په هغه بدلې درکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 126 راتلونکې النساء • آیت 128