Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 128 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 128 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


وَإِنِ امْرَأَةٌ خَافَتْ مِنْ بَعْلِهَا نُشُوزًا أَوْ إِعْرَاضًا فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا أَنْ يُصْلِحَا بَيْنَهُمَا صُلْحًا ۚ وَالصُّلْحُ خَيْرٌ ۗ وَأُحْضِرَتِ الْأَنْفُسُ الشُّحَّ ۚ وَإِنْ تُحْسِنُوا وَتَتَّقُوا فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا 128
ترجمه:
او كه چېرې یوه ښځه له خپل خاوند نه د زیاتي، یا مخ اړونې اندېښنه ولري، نو په دې دواړو باندې هېڅ ګناه نشته چې په خپل مینځ كې په څه شان هم روغه وكړي، او روغه كول ډېر غوره دي او نفسونه شومتیا ته حاضر كړى شوي دي او كه تاسو نېكي وكړئ او پرهېزګاره شئ، نو یقینًا الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه خبردار دى النساء ۴:۱۲۸
تفسیر:
او که چیرته وویریږي یوه ښځه د خپل خاوند څخه په لویي کولو سره د هغې څخه او مینه او رغبت نه وي د هغې سره نو هیڅ ګناه نشته په دې دواړو چې د یو بل سره جوړه وکړي داسې چې ښځه د خپلو ځینو لازمي حقونو څخه تنازل وکړي لکه د نفقې او شپې تیرولو حقونه، او روغه جوړه دلته غوره ده دې دواړو لره د طلاق څخه، او یقینا پیداشوي دې نفسونه په حرص او بخل باندې، نو نه غواړي تنازل د خپلو حقونو څخه، نو پس مناسب دي دواړو ښځې او خاوند لره د دې خاصیت علاج کول په عادت کولو د خپلو نفسونو په بخښنې او نیکۍ کولو. او که چیرته تاسو په خپلو ټولو چارو کې نیکي او ښیګړه وکړئ، او د الله تعالی څخه وویریږئ په عملې کولو د هغه د اوامرو او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه، نو پس بیشکه الله تعالی په هغو کارونو چې تاسو يې کوئ خبردار دی، هیڅ شی په هغه باندې پټ نشې پاتی کیدلی، او خامخا به درله پرې بدله درکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 127 راتلونکې النساء • آیت 129