Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 129 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 129 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


وَلَنْ تَسْتَطِيعُوا أَنْ تَعْدِلُوا بَيْنَ النِّسَاءِ وَلَوْ حَرَصْتُمْ ۖ فَلَا تَمِيلُوا كُلَّ الْمَيْلِ فَتَذَرُوهَا كَالْمُعَلَّقَةِ ۚ وَإِنْ تُصْلِحُوا وَتَتَّقُوا فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَحِيمًا 129
ترجمه:
او تاسو به كله هم (دا) وَس ونه لرئ چې د ښځو په مینځ كې انصاف وكړئ اګر كه تاسو (د دې) حرص (هم) وكړئ، نومه كګېږئ (یوې خوا ته) پوره كږېدل، چې تاسو هغه (بله) پرېږدئ په شان د زوړندې كړى شوې او كه تاسو صلح وكړئ او پرهېزګاره شئ، نو بېشكه الله له همېشه ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى النساء ۴:۱۲۹
تفسیر:
او هیچ چیرې تاسو نه شئ کولی -ای خاوندانو- چې پوره پوره عدل وکړئ د خپلو ښځو سره د زړه په کږیدلو کې، او اګر که تاسو په دې باندې حرص هم وکړئ؛ د هغو کارونو په وجه چې کیدای شي ستاسو د ارادې څخه بهر وي، نو بس تاسو مه کږیږئ په پوره کږیدلو سره د هغې ښځې څخه چې تاسو ورسره مینه نه لرئ نو بس تاسو يې پریږدئ د ځوړندې شوې ښځې په شان چې نه د خاوند والا وي چې حق ورله ادا کړي، او نه بې خاونده وي چې نکاح وکړي، او که چیرته تاسو سوله وکړئ په خپل منځ کې په داسې طریقه چې مجبور کړئ خپل ځانونه په هغه څه باندې چې نه يې غواړي د اداد کولو د حق د ښځې نه، او وویریږئ د ښځې باره کې د الله تعالی څخه، نو پس بیشکه الله تعالی دی بخښنه کوونکی رحم کوونکی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 128 راتلونکې النساء • آیت 130