او كه دواړه له یو بل نه بېل شي (، نو) الله به هر یو په خپلې فراخۍ سره غني كاندي او الله له همېشه فراخۍ والا، ښه حكمت والا دى النساء ۴:۱۳۰ ⧉
تفسیر:
او که مېړه او مېرمن د طلاق او خلعې له امله له يوبل بېل شي، الله به هر یو په خپله پراخه پېرزوينه غني او بې پروا کړي او الله د پراخه پېرزويينې او لورېينې څښتن دی او په تدبير او تقدير کې يې حکيم دی.