او خاص د الله لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او یقینًا یقینًا مونږه هغو كسانو ته كلك حكم كړى دى چې له تاسو مخكې ورته كتاب وركړى شوى و او تاسو ته هم، چې له الله نه ووېرېږئ او كه تاسو كفر وكړئ، نو یقینًا خاص د الله لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله له همېشه غني (او) ښه ستايل شوى دى النساء ۴:۱۳۱ ⧉
تفسیر:
او خاص یوازې الله تعالی لره دی اختیار او بادشاهي د هغه څه چې په اسمانونو او ځمکو کې دي او واک او اختیار د هغه څه چې د دې دواړو ترمنځ دي، او بیشکه مونږ کلک حکم کړی اهل کتابو ته د یهودو او نصارو څخه، او حکم مو کړی تاسو ته په عملي کولو د حکمونو د الله تعالی او په ځان ساتلو سره د نواهیو د الله تعالی څخه، او که چیرته تاسو کفر وکړئ په دې حکم باندې نو تاسو ضرر نشئ رسولی مګر خپلو ځانونو ته، نو پس بیشکه الله تعالی بې حاجته دی ستاسو د طاعت څخه، نو خاص د هغه لپاره دی واک او اختیار د هغه څه چې په اسمانونو او ځمکو کې دي، او هغه بی حاجته دی د ټولو مخلوقاتو څخه، ستایل شوی دی په ټولو صفتونو او کارونو کې.