سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 6)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۶

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلَاةِ فَاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُوا بِرُءُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَيْنِ ۚ وَإِنْ كُنْتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُوا ۚ وَإِنْ كُنْتُمْ مَرْضَىٰ أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ أَوْ جَاءَ أَحَدٌ مِنْكُمْ مِنَ الْغَائِطِ أَوْ لَامَسْتُمُ النِّسَاءَ فَلَمْ تَجِدُوا مَاءً فَتَيَمَّمُوا صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُوا بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ مِنْهُ ۚ مَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيَجْعَلَ عَلَيْكُمْ مِنْ حَرَجٍ وَلَٰكِنْ يُرِيدُ لِيُطَهِّرَكُمْ وَلِيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ 6 ٦

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو لمانځه ته پاڅېږئ، نو تاسو خپل مخونه او خپل لاسونه تر څنګلو پورې ووېنځئ او د خپلو سرونو مسح وكړئ او تر ګیټو (ښنګرو) پورې خپلې پښې (ووېنځئ) او كه چېرې تاسو د جنابت په حالت كې یئ، نو ځان ښه پاك كړئ (غسل وكړئ) او كه چېرې تاسو بېماران یئ، یا په سفر كې یئ، یا په تاسو كې كوم یو له اودس ماتي نه راغى، یا تاسو له ښځو سره كوروالى وكړئ، بیا تاسو اوبه ونه موندلې، نو د پاكې ځمكې مخ ته قصد وكړئ (تیمم وكړئ)، نو خپل مخونه او خپل لاسونه (تر مړوندونو پورې) په دې (خاورې، شګې) سره مسح كړئ، الله اراده نه لري چې پر تاسو باندې څه حرج (سختی) راولي، او لېكن غواړي چې تاسو ښه پاك كړي او پر تاسو باندې خپل نعمتونه پوره كړي، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ (۶)

تفسیر
ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی، کله چې تاسو اراده وکړئ د پاڅیدلو لپاره د اداد کولو د لمانځه، او وئ تاسو بی اودسه په وړې بې اودسۍ سره نو اودس وکړئ داسې چې خپل مخونه پریمنځئ، او خپل لاسونه د څنګلو سره ووینځئ، او په خپلو سرونو مسح وکړئ، او ووینځئ خپلې پښې سره د پړکو (ښنګرو) هغه چې د پنډئ د جدا کیدو په ځای کې راوتلي، او که چیرته تاسو بی اودسه یاست په غټې بی اودسۍ سره نو بیا ولامبئ، او که چیرته تاسو مریضان یاست چې د مرض د زیاتیدو څخه ویریږئ او یا د هغه د روغیدو د وروستوالي نه ویریږئ، او یا مسافر یاست د صحتمندۍ په وخت کې، او یا بې اودسه یاست په وړه بی اودسۍ سره لکه د قضای حاجت په وجه، او یا بې اودسه یاست په غټې بې اودسۍ د وجې د کوروالي نه د زنانو سره، او بیانه مومئ اوبو لره وروسته د تالاش کولو د اوبو نه د دې لپاره چې ځان پرې پاک کړئ –نو قصد وکړئ مخ د ځمکې ته، او ویې وهئ په خپلو لاسونو سره، او راکاږئ په خپلو لاسونو او په خپلو مخونو باندې د دې نه، الله تعالی نه غواړی چې په تاسو باندې تنګستیا واچوي په خپلو حکمونو کې داسې چې په تاسو باندې د اوبو استعمالول لازمي کړي کله چې تاسو ته ضرر دررسوي، نو د هغه څخه عوض یې درته جایز کړ کله چې ګران وي استعمال د اوبو د وجې د مرض نه او د وجې د نشتوالي د اوبو نه لپاره د پوره کولو د خپل نعمت په تاسو باندې د دې لپاره چې تاسو شکر ادا کړئ د الله د نعمت په تاسو باندې، او د هغه ناشکري ونه کړئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ