Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 123 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 123 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


لَيْسَ بِأَمَانِيِّكُمْ وَلَا أَمَانِيِّ أَهْلِ الْكِتَابِ ۗ مَنْ يَعْمَلْ سُوءًا يُجْزَ بِهِ وَلَا يَجِدْ لَهُ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا 123
ترجمه:
نه ستاسو په ارزوګانو څه كېږي او نه د اهلِ كتابو په ارزوګانو، (بلكې) چا چې هم بد عمل وكړ هغه ته به د دغه (بد عمل) بدله وركولى شي او هغه به ونه مومي د ځان لپاره له الله نه غیر هېڅ كار سازى او نه څوك مدد كوونكى النساء ۴:۱۲۳
تفسیر:
نه دی کار د خلاصي او د کامیابۍ موافق د هغه څه سره چې تاسو یې ارزو لرئ -ای مسلمانانو- او نه موافق او تابع د هغه چې اهل کتاب (یهود او نصاری) یې ارزو لري، بلکه دا کار تابع د عمل دی، نو پس هغه څوک چې وکړي ستاسو څخه ناوړه کار جزا به ورته پرې ورکړل شي په ورځ د قیامت، او بیا به نه مومې د ځان لپاره پرته له الله تعالی څخه څوک دوست چې دې ته څه خیر ورسوي، او نه څوک مددګار چې ضرر ترې دفع کړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 122 راتلونکې النساء • آیت 124