او هغه كسان چا چې ایمان راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي ژر ده چې مونږ به دوى داسې جنتونو ته داخل كړو چې د هغو له لاندې ولِې بهیږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي، (دا) د الله حقه وعده ده او له الله نه په خبره كې څوك زیات رښتینى دى؟ النساء ۴:۱۲۲ ⧉
تفسیر:
او هغه کسان چې ایمان یې راوړی دی په الله تعالی او نیک عملونه یې کړي دي چې نزدې کوونکي دي الله تعالی ته، خامخا داخل به کړو مونږ دوی لره جنتونو ته چې بهیږې به ویالې (نهرونه) د هغې د ماڼیو لاندې، همیشه اوسیدونکي به وي دوی په هغې کې همیشه، وعده د الله تعالی له طرفه، او د هغه لوی ذات وعده حق وي، نو پس هغه خلاف نه کوي د وعدې، او نشته هیڅوک ډیر ریښتوني د الله تعالی څخه په وینا کې.