او په تاسو څه شوي دي چې تاسو د الله په لاره كې نه جنګېږئ او د كمزورو سړیو او ښځو او ماشومانو (د خلاصولو) په لاره كې، هغه كسان چې وايي: اى زمونږه ربه! ته مونږه له دې كلي نه وباسه، چې اوسېدونكي يې ظالمان دي او ته زمونږ لپاره له خپل اړخه كوم دوست (حمایت كوونكى) مقرر كړه او ته زمونږ لپاره له خپل جانبه كوم مدد كوونكى مقرر كړه النساء ۴:۷۵ ⧉
تفسیر:
او څه مانع دی تاسو لره -ای مومنانو- د جهاد د نه کولو د الله تعالی په لار کې د هغه د کلمې د اوچتوالي لپاره، او لپاره د خلاصولو د هغه کمزورو خلکو د سړو او زنانو او ماشومانو هغه چې د الله تعالی نه دعا کوي او وايې: ای زمونږه ربه! اوباسې مونږ د مکې مکرمې نه د وجې د ظلم کولو د مکې والاو په شرک کولو سره د الله تعالی سره او د هغه په بندګانو باندې په تیرې کولو سره، او وګرځوې مونږ لره ستا له طرفه هغه څوک چې زمونږ چارې پر مخ بوځې په رعایت کولو او ساتنې سره، او مددګار چې زمونږ څخه ضرر دفع کړي.