Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 76 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 76 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


الَّذِينَ آمَنُوا يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۖ وَالَّذِينَ كَفَرُوا يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ الطَّاغُوتِ فَقَاتِلُوا أَوْلِيَاءَ الشَّيْطَانِ ۖ إِنَّ كَيْدَ الشَّيْطَانِ كَانَ ضَعِيفًا 76
ترجمه:
هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى، هغوى د الله په لار كې جنګ كوي او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، هغوى د طاغوت (شیطان) په لار كې جنګ كوي، نو تاسو د شیطان له دوستانو سره جنګ كوئ، بېشكه د شیطان چل (او مكر) له همېشه ضعیف دى النساء ۴:۷۶
تفسیر:
ریښتونې مومنان جنګ کوي د الله تعالی په لار کې د هغه د کلمې د اوچتوالې لپاره، او کافران د خپلو معبودانو لپاره جنګ کوي، نو تاسو جنګ وکړئ د شیطان د مددګارانو سره، نو یقینا که تاسو د هغوی سره جنګ وکړئ نو تاسو به په هغوئ غالب شئ؛ ځکه چې د شیطان چل ول ډیر کمزوری دی په الله تعالی باندې توکل کوونکو ته هیڅ ضرر نشي رسولی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 75 راتلونکې النساء • آیت 77