Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 74 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 74 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


فَلْيُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يَشْرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالْآخِرَةِ ۚ وَمَنْ يُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيُقْتَلْ أَوْ يَغْلِبْ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا 74
ترجمه:
نو (لازم ده چې) هغه كسان دې د الله په لار كې وجنګېږي چې دنيايي ژوند د اخرت په بدل كې خرڅوي (قربانوي) او څوك چې د الله په لار كې جنګ كوي، بیا هغه ووژل شي، یا (په دښمن) غالبه شي، نو مونږ به هغه ته ژر ډېر لوى اجر وركړو النساء ۴:۷۴
تفسیر:
نو پس جنګ دې وکړي د الله تعالی په لاره کې د دې لپاره چې شې اوچته کلمه د الله تعالی، ریښتوني مومنان هغه کسان دي چې خرڅوي ژوند د دنیا مخ اړوونکې وي د هغې نه، په اخرت باندې رغبت او مینه لرونکي وي په هغې کې، او چاچې جنګ وکړ، د الله تعالی په لاره کې د دې لپاره چې شي اوچته کلمه د الله تعالی نو دې شهید شي، او یا په خپل دښمن باندې غالب شي، او په هغه کامیاب شي، نو خامخا وربه کړي دې ته الله تعالی ثواب لوی، او هغه جنت دی او د الله تعالی رضا ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 73 راتلونکې النساء • آیت 75