Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 99 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 99 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


فَأُولَٰئِكَ عَسَى اللَّهُ أَنْ يَعْفُوَ عَنْهُمْ ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَفُوًّا غَفُورًا 99
ترجمه:
نو دغه خلق (چې دي) امېد دى چې الله به هغوى ته معافي وكړي او الله له ازله ښه معافي كوونكى، ښه بخښونكى دى النساء ۴:۹۹
تفسیر:
او مستثنی دي د دې عذاب او ویری څخه هغه کمزوري د عذرونو والا خلک که سړي دي او که زنانه او ماشومان دي، هغه کسان چې هیڅ قوت ورسره نه وو چې د خپلو ځانونو څخه یې ظلم او زور دفع کړی و. او نه وه ورته معلومه لاره چې خلاص شوي وی د هغه زور او ظلم څخه چې دوی پکې وو، نو بس دغه کسان نزدی ده چې الله تعالی په خپل رحمت او مهربانۍ دوی ته عفوه وکړي، او دی الله تعالی عفوه کوونکی خپلو بندګانو لره، بخښنه کوونکی هغه چاته چې توبه وباسي لدوی څخه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 98 راتلونکې النساء • آیت 100