Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 98 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 98 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


إِلَّا الْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ لَا يَسْتَطِيعُونَ حِيلَةً وَلَا يَهْتَدُونَ سَبِيلًا 98
ترجمه:
مګر هغه (په رښتیا) كمزوري كړى شوي سړي او ښځې او ماشومان، چې نه د هېڅ حیلې وَس لري او نه څه لاره مومي النساء ۴:۹۸
تفسیر:
او مستثنی دي د دې عذاب او ویرې څخه هغه کمزوري د عذرونو والا خلک که سړي دي او که زنانه او ماشومان دي، هغه کسان چې هیڅ قوت ورسره نه و چې د خپلو ځانونو څخه یې ظلم او زور دفع کړی و. او نه وه ورته معلومه لاره چې خلاص شوی وی د هغه زور او ظلم څخه چې دوی پکې وو، نو بس دغه کسان ښایي چې الله تعالی په خپل رحمت او مهربانۍ دوی ته عفوه وکړي، او دی الله تعالی عفوه کوونکی خپلو بندګانو لره، بخښنه کوونکی هغه چاته چې توبه وباسي د دوی څخه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 97 راتلونکې النساء • آیت 99