Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 100 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 100 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


وَمَنْ يُهَاجِرْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يَجِدْ فِي الْأَرْضِ مُرَاغَمًا كَثِيرًا وَسَعَةً ۚ وَمَنْ يَخْرُجْ مِنْ بَيْتِهِ مُهَاجِرًا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ يُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا 100
ترجمه:
او چا چې د الله په لار كې هجرت وكړ (، نو) هغه به په ځمكه كې د اوسېدو ډېر ځایونه او فراخي ومومي او څوك چې له خپله كوره وځي، چې الله ته او د هغه رسول ته هجرت كوونكى وي، بیا مرګ دى رالاندې كړي، نو یقینًا د ده اجر په الله باندې ثابت شو، او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى النساء ۴:۱۰۰
تفسیر:
او هغه څوک چې هجرت وکړي د کفر له ښار څخه د اسلام ښار ته لپاره د لټولو د رضا د الله تعالی وبه مومي په ځمکه کې هغه چې هجرت یې ورته کړی دی بدلیدونکی حالت او ځمکه په غیر له هغې ځمکې څخه چې پریښې ده، حاصل به کړي په دې ځمکه کې عزت او پراخه رزق، او هر هغه څوک چې ووځي له خپل کور څخه هجرت کوونکی الله تعالی او د هغه رسول ته، بیا ورته مرګ راشي مخکې له رسیدلو د خپل هجرت ځای ته، نو پس یقینا ثابت شو اجر د ده الله تعالی سره، او هیڅ ضرر نه رسوي ده ته دا خبره چې دا خپل د هجرت ځای ته ونه رسیده، او دی الله تعالی بخښنه کوونکی هغه چاته چې توبه وباسي د ده د بندګانو څخه، مهرباني کوونکی دی په دوی باندې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 99 راتلونکې النساء • آیت 101