او كله چې تاسو په ځمكه كې سفر كوئ، نو پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته چې له لمانځه نه څه حصه كمه كړئ كه تاسو وېرېدلئ له دې نه چې كافران شوي خلق به تاسو په فتنه كې واچوي، بېشكه كافران له همېشه ستاسو ښكاره دښمنان دي النساء ۴:۱۰۱ ⧉
تفسیر:
او کله چې په ځمکه کې سفر کوئ؛ نو پر تاسې کومه ګناه نشته چې څلور رکعتي لمونځ دوه رکعتونو ته قصر کړئ، که مو د کافرانو له چل رسېدو څخه وېره لرله، بېشکه د کافرانو دښمني ستاسو لپاره ډېره څرګنده او ښکاره ده، او په صحيح سنتو سره د امن په حالت کې هم د سفر پر مهال د قصر رواوالی ثابت دی.