Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 189 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 189 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ إِلَيْهَا ۖ فَلَمَّا تَغَشَّاهَا حَمَلَتْ حَمْلًا خَفِيفًا فَمَرَّتْ بِهِ ۖ فَلَمَّا أَثْقَلَتْ دَعَوَا اللَّهَ رَبَّهُمَا لَئِنْ آتَيْتَنَا صَالِحًا لَنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ 189
ترجمه:
همدغه (الله) هغه ذات دى چې تاسو يې له یو ځان نه پیدا كړي یئ او له هغه نه يې د هغه جوړه پیدا كړه، د دې لپاره چې د هغې ترڅنګ ارام او سكون حاصل كړي، بیا كله چې هغه (خپله جوړه) پټه كړه (جماع يې ورسره وكړه، نو) هغه حامله شوه په سپك حمل سره، نو هغه به يې ګرځاوه، نو كله چې درنه شوه، دواړو د له خپل پالونكي الله نه دعا وغوښتله، (چې) كه چېرې تا مونږ ته روغ بچـى راكړ (، نو) مونږ به خامخا ضرور له شكر كوونكو څخه شو الاعراف ۷:۱۸۹
تفسیر:
خاص الله تعالی هغه ذات دی چې تاسو یې پیدا کړي یاست -ای نارینه و او ښځینه و- د یو نفس نه چې هغه آدم -علیه السلام- دی، او د آدم -علیه السلام- څخه یې د هغه بي بي حواء پیداکړې، د هغه له پښتۍ څخه يې پيډا کړې د دې لپاره چې هغې ته سکون او ارامي ورکړي، او په هغې باندې ډاډ حاصل کړي، نو هر کله چې خاوند د خپلې مېرمنې سره کوروالی وکړ، نو سپک حمل یې واخیست داسې چې دا پرې نه پوهېدله؛ ځکه چې دا اول وخت و، او خپل دې حمل سره به همداسې وه چې خپلې چارې یې په مخ وړلې دروندوالی یې نه محسوساوه، نو هر کله چې دروند شو او د دې په خیټه کې غټ شو دواړو ښځې او خاوند له الله تعالی څخه دعا وغوښتله داسې یې وویل: ای ربه! که تا مونږ ته روغ رمټ زوی راکړې مونږ به ستا د نعمتونو شکر ویستونکي شو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 188 راتلونکې الاعراف • آیت 190